کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت لخوا( د فکري روزنې کتاب ازموینې، کمپیوټر کورس فارغین او سیرت النبيﷺ ازموینې) ممتاز محصلین د یو شانداره غونډې په ترڅ کې وستایل شول!

hamid
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۰:۳۱
شس+9یس9ش

چهارشنبې ورځ ٢٨/٥/١٤٤٧ هــ ق چې له ٢٨/٨/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت لخوا( د فکري روزنې کتاب ازموینې، کمپیوټر کورس فارغین او سیرت النبيﷺ ازموینې) ممتاز محصلین د یو شانداره غونډې په ترڅ کې د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین، لوړو زده کړو وزارت د محصلینو خدمتونو او همغږۍ رئیس، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، محصلانو چارو او مالي او اداري چارو مرستیالانو، پوهنځيو رئیسانو، استادانو، اداري آمرینو او محصلینو په ګډون وستایل شول.

 غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین ښاغلي شیخ الحدیث مولوي عبدالله"سیحان" د غونډې ګډنوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له ټولو مسؤولینو او استادانو څخه چې یادو برنامو کې زیار او زحمت ایستی وو منندویي وکړه، زیاته یې کړه: قدرمنو محصلینو! تاسو د هېواد راتلونکي یاستئ، خپلو درسونو ته توجه وکړئ. کوم فرصت چې درکړل شوی له هغه څخه په سمه توګه ګټه پورته کړئ او خپل وطن ته د خدمت جوګه وګرځئ.

وروسته، د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو خدمتونو او همغږۍ رئیس ښاغلي استاد کلیم الله "محمدي" خپلو خبرو کې وویل: یادې برنامې د محصلینو د هڅونې، غوره فعالیتونو د نندارې او د زده‌کړو د کیفیت د لوړواي لپاره مهمه ونډه لري. نوموړي له ممتازو محصلینو مننه وکړه چې د پوهنتون نوم یې روښانه کړی او په نورو محصلینو یې د لا زیاتو هڅو روحي اغېز کړی دی. همدارنګه یې له ټولو ګډون‌والو وغوښتل چې همداسې د یووالي، خدمت او لوړو علمي موخو لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.

غوندې په جریان کې، د اسلامي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي شیخ عبدالمعید"ابوالجراد" په بریالیتوب سره د یادو برنامو پای ته رسېدلو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې او محصلینو ته یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ، زیاته یې کړه: راتلونکې کې داسې نورې برنامې هم دایریږي، هیله لرو چې محصلین ټولو برنامو کې ګډون وکړی.

وروسته له مقدماتي خبرو، د یادو برنامو ممتاز محصلین د لبتاب کمپیوټر، الفجر ساعت او نورو مختلفو جوایزو او ستاینلیکنو په ورکړې سره وستایل شول

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS