کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت لخوا د انګلیسي ژبې تقویتي کورس او یو میاشتنې مشاورې سیمینار ګډوون کوونکې محصلین د یو غونډې په ترڅ کې وستایل شول!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۵:۱۶
ضفصثسغطیز54

چهارشنبې ورځ ١١/١٠/١٤٤٦ هــ ق چې له ٢٠/١/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت لخوا هغه محصلین چې د (انګلیسي ژبې تقویتي کورس او ځوانانو لپاره د یو میاشتنې مشاورې سیمینار) کې یې ګډون کړی وو، د یو غونډې په ترڅ کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال، اداري آمرینو، کارمندانو او محصلینو په ګډون وستایل شول.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل"وثیق" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له ټولو مسؤولینو او استادانو څخه چې یادو پروګرامونو کې یې زیار او زحمت ایستی وو منندویي وکړه، زیاته یې کړه: قدرمنو محصلینو! په راتلوونکې کې به نورې داسې برنامې دایرې شي، کوښښ وکړئ خپل ظرفیت لوړاوي برخه کې داسې برنامو کې ګډوون وکړئ، خپلو درسونو ته توجه وکړئ او کوم فرصت چې درکړل شوی له هغه څخه په سمه توګه ګټه پورته کړئ.

وروسته، د محصلانو خدماتو چارو آمر ښاغلي انجینر خان آغا"خبیب" په بریالیتوب سره د یادو پروګرامونو پای ته رسېدلو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې او محصلینو ته یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ، زیاته یې کړه: راتلونکې کې داسې نورې برنامې هم دایریږي، هیله لرو چې محصلین ټولو برنامو کې ګډوون وکړی.

وروسته له مقدماتي خبرو هغه محصلین چې په یادو برنامو کې یې ګډون کړی وو د ستاینلیکنو په ورکړې سره وستایل شول.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو!

 

دوشبنه- ۷،۱،۱۴۴۸ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز له لوري د نشه یي توکو څخه د مخنیوي اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه فرمان د ښه تطبیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

BACK TO NEWS