کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د ١٤٠٣ او ١٤٠٤ه.ش کالونو له ٨٠ تنه فارغ شویو محصلینو سره د تحصیلي دورې پر دوام او د خپل مسلک اړوند د دندو پیدا کولو په پار غونډه ترسره شوه!

hamid
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۱۲
fsdgsdfggf

 
پنجشنبې ورځ ٤/٧/١٤٤٧ هــ ق چې له ٤/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت له لوري له شاوخوا ۸۰ تنو فارغ شویو محصلینو سره د تحصیلي دورې پر دوام او د خپل مسلک اړوند د دندو پیدا کولو په پار غونډه ترسره شوه.

 یاده ناسته له محصلینو سره د تحصیلي دورې پر دوام، د خپلو مسلکونو اړوند د دندو پیدا کولو، د پوهنتون سره د اړیکو ساتلو، د هغوی اړتیاوو او ستونزو اورېدلو اړوند نیول شوې وه.
 
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل "وثیق" د غونډې د جوړېدو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې فارغ شویو محصلینو ته د پوهنتون دوامداره پاملرنه د علمي او ټولنیز مسؤلیت یوه مهمه برخه ده. زیاته یې کړه: کوښښ وکړئ چې د خپلو مسلکونو اړوند دندې ترلاسه کړئ، تحصیلي دورې ته دوام ورکړئ او د ماسټرۍ او دوکتور تر کچې تحصیل وکړئ، همدارنګه یې وویل: نن سبا یوازې علمي سند بسنه نه کوي، بلکې د کار بازار مهارتونه، عملي تجربه او سمه لارښوونه غواړي. له همدې امله، د محصلانو چارو معاونیت هڅه کوي چې د دندې پیدا کولو درسونه، لکه د سي وي لیکنه، د مرکې چمتووالی، د مسلکي اړیکو جوړول او د کار بازار پېژندنه، د محصلینو لپاره دایر کړي. نوموړي همدارنګه زیاته کړه: د دې درسونو تر څنګ به په نورو برخو کې هم همکاري پراخه شي، لکه د لنډمهالو مسلکي کورسونو برابرول، د عملي کار (انټرنشیپ) زمینې رامنځته کول، د دولتي او خصوصي ادارو سره همغږي، او د کارموندنې اړوندو معلوماتو منظم شریکول. او له محصلینو څخه یې وغوښتل یادو برنامو کې ګډون وکړي.

په غونډه کې فارغ شویو محصلینو خپل وړاندیزونه او نظریات د محصلانو چارو مرستیال سره شریک کړل او د ګډونوالو لخوا پر مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو!

 

دوشبنه- ۷،۱،۱۴۴۸ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز له لوري د نشه یي توکو څخه د مخنیوي اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه فرمان د ښه تطبیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

BACK TO NEWS