کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز لخوا د ارواپوهنې پوهنځي په همکارۍ محصلینو ته( د لومړنیو رواني مرستو) ترسرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو!
چهارشنبې ورځ ١٤/٥/١٤٤٧ هــ ق چې له ١٤/٨/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز لخوا د ارواپوهنې پوهنځي په همکارۍ محصلینو ته( د لومړنیو رواني مرستو) ترسرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال، ارواپوهنې پوهنځي رئیس، استادانو، اداري آمرینو او محصلینو په ګډون پیل شوه.
لومړۍ، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل "وثیق" د ورکشاپ ارزښت اړوند هراړخیزې خبرې وکړې او محصلینو ته یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ، زیاته یې کړه: راتلوونکي کې داسې نورې برنامې هم دایریږي، هیله لرو چې محصلین ټولو برنامو کې ګډوون وکړی.
وروسته له مقدماتي خبرو، ورکشاپ د ارواپوهنې پوهنځي دوه تنو محصلینو لخوا پیل او ( د خپګان نښې، اضطراب، د درس او کار فشارونه، د ذهن د آرامولو لارې، فعاله اورېدنه او مثبت چلند) موضوعاتو اړوند هر اړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل
غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
