کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د فوق لېسانس برنامو د نصاب جوړولو کمېټې غړو ته" د فوق لېسانس برنامو د نصاب انکشاف او جوړولو" ترسرلیک لاندې ښوونیز-لارښودي یو ورځنی ورکشاپ دایر شو!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۳:۵۸
12254

پنجشنبې ورځ ۱۲/٥/١٤٤٦ هــ ق چې له ۲۴/٨/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د فوق لېسانس برنامو د نصاب جوړولو کمېټې غړو ته " د فوق لېسانس برنامو د نصاب انکشاف او جوړولو" ترسرلیک لاندې ښوونیز-لارښودي یو ورځنی ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال او د فوق لیسانس برنامو نصاب جوړولو کمېټې غړو په ګډون پيل شو.

ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ په دایرېدو خوښي څرګنده کړه، او د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو د نصاب جووړلو ارزښت اړوند یې هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: نصابونه باید د بین المللي معیارونو او پرمختګونو مطابق جوړ شي او نویو څېړنو او موادو ته په کې ځای ورکړل شي، همدارنګه یې د کمېټې غړو ته د نویو میتیودونو مخته وړلو، د نصابونو په سمه توګه جوړولو او د پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق برنامو ته پوره توجه کولو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان "رشیدي" د فوق لېسانس برنامو اېجاد او نصاب جوړولو اړوند هر اړخیزې خبرې وکړې.

په پای کې د ښاغلي پوهنوال عبدالعظیم "واسع" لخوا ورکشاپ رسماً پیل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۰:۵۷
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د فامیلیانو بلاکونو ته د ١.٤ میلیونه افغانیو په لګښت ځانګړۍ د برق مېتر وصل او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو!

دوشنبې ورځ د ٨/١١/١٤٠٣ ه.ش چې له ٢٦/٧/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، معاونینو او اداري آمرینو په حضور کې د فامیلیانو بلاکونو ته د ١.٤ میلیونه افغانیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۱:۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز لخوا محصلینو ته د (پېژندنې-رفتاري درملنې اساساتو او اصولو) ترسرلیک لاندې یو میاشتنۍ ورکشاپ پای ته ورسېد!

یکشنبې ورځ ٢٥/٧/١٤٤٦ هــ ق چې له ٧/١١/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز لخوا محصلینو ته د (پېژندنې-رفتاري درملنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۲:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه!

 

دوشنبې ورځ د ۱/۱۱/١٤٠٣ ه.ش چې له ۲۰/۷/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره. . .

BACK TO NEWS