کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره ( د علمي مقالو خپرول، ننګونې او حل لارې) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ وړاندې شو!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۴۰
ryhs

چهارشنبې ورځ ١٠/٧/۱۴۴۷ هــ ق چې له ١٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره ( د علمي مقالو خپرول، ننګونې او حل لارې) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو مرستیال، استادانو مسلکي انکشاف آمر، مسلکي پراختیا مسؤولینو او استادانو په ګډون پيل شو.

 ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله"ناصح" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: د علمي مقالو خپرونه د استادانو یوه مهمه اکاډمیکه دنده ده او دا چاره د پوهنتون علمي اعتبار لوړوي، د پوهې تبادله پیاوړې کوي او ټولنې ته علمي حل‌لارې وړاندې کوي، ټینګار یې وکړ چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو د علمي فعالیتونو ملاتړ ته ژمن دی.

وروسته، د استادانو مسلکي انکشاف آمر ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالجبار "څپاند" د ورکشاپ جوړېدو موخې بیان کړې او ویې ویل: دا پروګرام د دې لپاره جوړ شوی، تر څو استادان د علمي مقالو د لیکلو له اصولو، د معتبرو علمي ژورنالونو له معیارونو، د خپرونې پر مهال له شته ننګونو او د هغو د حل له عملي لارو چارو سره بلد شي. 

وروسته له مقدماتي خبرو، یاد ورکشاپ د ښاغلي پوهنمل دوکتور سیدعلي"اقبال" لخوا رسماً پیل او د علمي مقالې جوړښت، د مناسب ژورنال ټاکنه، د علمي ارزونې بهیر، د څېړنې اخلاقي اصول او د مقالې د منل کېدو لارو اړوند هراړخیز معلومات یې له استادانو سره شریک کړل.
ورکشاپ د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد.

وتس‌اپ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100086601634771&mibextid=ZbWKwL

ویب‌سایت:
Keu.edu.af

یوتیوب:
https://youtube.com/@kabuleducationuniversityuser44?


وتساپ گروپ:
https://chat.whatsapp.com/
LsFPrU2PDeS6jqF1m0XMDq

صفحه رسمي ژورنال‌های پوهنتون
https://www.facebook.com/profile.php?id=61577701660030

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۱۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره یو ورځنۍ ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

۸/۹/۱۴۴۷ ه.ق چهارشنبه
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره ( د تدریس په پروسه کې د علمي کادر غړو رول). . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۱۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادرونو د لاسته راوړنو ستاینغونډه ترسره شوه!

 

یکشنبې ورځ د ۶/۸/١٤٤٧ هـــ.ق. چې له ۵/۱۱/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي پرمختګونو په لړ کې، هغه استادان چې د لوړو علمي رتبو (پوهاند) ته رسېدلي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټری او دوکتورا برنامو د نوملیکنې خبرتیا!

لینک ثبت‌نام:
https://nexa.gov.af/fa/downloadable-files/2/file-items

https://www.facebook.com/share/p/1WStSAjPKv/

BACK TO NEWS