کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي د فزیک څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې د سروبې، دورنټې او ننګرهار پوهنتون له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه!

hamid
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۰:۲۸
سشب6سی

 

شنبې ورځ د ٢٤/۸/۱۴۰۴هـ.ش چې د ٢٤/۵/۱۴۴۷هـ.ق سره سمون لري، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي د فزیک څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې د سروبي او درونټې له برېښنایي سیسټمونو، تاریخي ساحو او ورپسې د ننګرهار پوهنتون له بېلابېدو علمي او څېړنیزو برخو څخه لیدنه ترسره کړه.

په دغه علمي سفر کې د محصلینو خدمتونو او همغږۍ چارو مسؤل او د یادې څانګې استادانو او محصلینو  ګډون درلود.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا "هاشمي" او د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان‌ګل "وثیق" د یاد سفر ګډونوالو محصلینو ته هراړخیزې خبرې وکړې. زیاته یې کړه: یاد سفرونه د محصلینو د عملي تجربې د لوړولو تر ټولو اړین ګامونه دي او پوهنتون به د محصلینو ظرفیت لوړولو لپاره په راتلونکې کې هم ورته برنامې تنظیم کړي.

همدارنګه، د علمي سفر ګډونوالو استادانو او مسؤلینو، ټینګار وکړ چې د داسې علمی سیرونو موخه د محصلینو لپاره د چاپېریال مشاهدې، د علمي ساحو له نږدې پېژندنې، د مسلکي تجربو د ترلاسه کولو او له فراغت وروسته د کاري فرصتونو په مناسب درک کې مهم رول لري.

د یادولو وړ ده چې یاد علمي سفر د چهارشنبې ورځ پیل او جمعې په ورځ پای ته ورسېد چې محصلینو لومړی د سروبي او درونټې له برېښنایي سیسټمونو، تاریخي او سیاحتي سیمو څخه لیدنه وکړه. وروسته یې د سفر علمي برخه د ننګرهار پوهنتون په لیدنه پای ته ورسېده چې محصلینو د ننګرهار پوهنتون لابراتوارونو، کتابتونونو او بیلابېلو علمي څانګو څخه لیدنه ترسره کړه. د یاد پوهنتون مسؤلینو محصلینو ته د خپلو څانګو د پرمختګونو، امکاناتو، روزنیزو برنامو او د محصلینو د علمي تقویې په تړاو هراړخیز معلومات وړاندې کړل.

د علمي سفر برخه‌والو محصلینو وویل: د پوهنتون له رهبری څخه مننه کوو چې زمونږ لپاره داسې برنامو ته زمینه برابروي، دغه ډول علمي سیرونه زمونږ لپاره ډېر ارزښت لري او د راتلونکو تجربو لپاره مو ذهنیت پراخوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS