کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د بشري سرچینیو آمریت لخوا اداري کارمندانو ته " له مالي او اداري فساد څخه د مخنیوي " ترسرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۴:۴۸
123

پنجشنبې ورځ د ٢٣/٣/١٤٤٦ ه.ق چې له ٥/٧/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت د بشري سرچینیو آمریت لخوا، اداري کارمندانو ته "له مالي او اداري فساد څخه د مخنیوي" تر سرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د تحقیقاتو او علمي محلو مرستیال، اداري آمرینو او کارمندانو په ګډون پیل شوه.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د تحقیقاتو او مجلو مرستیال ښاغلي پوهنمل طاووس"محمدي" او د دعوت او ارشاد څانګې آمر ښاغلي مولوي ذبیح الله "عابد" په خپلو خبرو کې د بشري سرچینیو آمریت څخه مننه وکړه چې یاد سیمینار یې دایر کړو او کارمندانو ته یې له مالي او اداري فساد څخه د ځان ساتنې او په دنیا او آخرت کې د فساد ضررونو اړوند، اړینې سپارېښتنې وکړې.

یاد سیمینار د ښاغلي مدیر صاحب عبدالرشید "سامع" لخوا کارمندانو ته وړاندې شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS