کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې استادانو لپاره " د منډلېMendeley نرم افزارو څخه په ګټه اخیستنې سره د علمي سرچینیو مدیریت پېژندنه" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر شو!

hamid
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۳
لطیب

چهارشنبې ورځ ١٢/٦/١٤٤٧ هــ ق چې له ١٢/٩/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د استادانو مسلکي انکشاف آمریت لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې استادانو لپاره "د منډلېMendeley نرم افزارو څخه په ګټه اخیستنې سره د علمي سرچینیو مدیریت پېژندنه" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا آمر، مسؤولینو او استادانو په ګډون پيل شو.

 ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د استادانو مسلکي پراختیا آمر ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالجبار"څپاند" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ په دایرېدو یې خوښي څرګنده کړه او د ورکشاپ اهمیت او ضرورتونو اړوند یې هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: پوهنتون کې د تدریسي چارو ښه والي برخه کې د داسې ورکشاپونو دایرول ضروري او لازمي دي.

 یاد ورکشاپ د ښاغلي پوهنیار عبدالمنان"حقیار" لخوا وړاندې شو او د (رفرنس لیکنې، منابع لیکنې سبک، منډلې نرم افزارو کارولو طریقې او د منډلې نرم افزارو ګټو او زیانونو)موضوعاتو اړوند یې له استادانو سره هراړخیز معلومات شریک کړل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

BACK TO NEWS