کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې استادانو لپاره " تدریسي چارو کې د مربي ګری" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر کړ!

hamid
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۰:۲۲
8+صثیبی

سې شنبې ورځ ٢٠/٥/١٤٤٧ هــ ق چې له ٢٠/٨/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د استادانو مسلکي انکشاف آمریت لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې استادانو لپاره "تدریسي چارو کې د مربي ګری" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال، استادانو مسلکي پراختیا آمر، مسؤولینو او استادانو په ګډون پيل شو.

 ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور قدرت الله"عمرخیل" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ په دایرېدو یې خوښي څرګنده کړه، او د ورکشاپ اهمیت او ضرورتونو اړوند یې هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: پوهنتون کې د تدریسي چارو ښه والي برخه کې د داسې ورکشاپونو دایرول ضروري او لازمي دي.

وروسته، د استادانو مسلکي پراختیا آمر ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالجبار"څپاند" ګډونوالو سره د ورکشاپ دایرولو د اهدافو او ضرورتونو اړوند هراړخیز معلومات شریک کړل.

 یاد ورکشاپ د کیفیت لوړاوي څانګې مسؤل ښاغلي پوهنمل دوکتور الله محمد"بهزاد" لخوا وړاندې شو او د موضوع اړوند یې له استادانو سره هراړخیز معلومات شریک کړل. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو!

 

دوشبنه- ۷،۱،۱۴۴۸ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز له لوري د نشه یي توکو څخه د مخنیوي اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه فرمان د ښه تطبیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

BACK TO NEWS