کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي انکشاف مرکز په تالار کې استادانو لپاره" په ښوونیزو بنسټونو کې مدیریتي روشونه" ترسرلیک لاندې ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر شو!

hamid
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۱۲
a+sdf6

پنجشنبې ورځ ٤/٣/١٤٤٧ هــ ق چې له ٦/٦/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د استادانو مسلکي انکشاف آمریت لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي انکشاف مرکز په تالار کې استادانو لپاره "په ښوونیزو بنسټونو کې مدیریتي روشونه" ترسرلیک لاندې ښوونیز-لارښودي  ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال، استادانو مسلکي انکشاف مسؤولینو او استادانو په ګډون پيل شو.

 ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور قدرت الله"عمرخیل" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ په دایرېدو یې خوښي څرګنده کړه، او د ورکشاپ اهمیت او ضرورتونو اړوند یې هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: پوهنتون کې د تدریسي چارو ښه والي لپاره د داسې ورکشاپونو دایرول خورا اړین دي او د یادو برنامو په تداوم یې ټینګار وکړ.

یاد ورکشاپ د پوهنتون استادانو، ښاغليو پوهندوی عبدالاحمد"امیني" او پوهندوی مرتضی"خاوري" لخوا رسماً پیل او له استادانو سره د (د مدیریتي سبکونو  ځانګړتیاوې او د هغوی د اغېز څرنګوالی، تصمیم نیولو علمي لارې، د انساني سرچینو مدیریت، د اړیکو اغېزناک سیستم او د نوښت او بدلون مدیریت) موضوعاتو اړوند هراړخیز معلومات شریک شي. 

ګډونوالو د ورکشاپ محتوا ګټوره وبلله او ټینګار یې وکړ چې د دې ډول اکاډمیک پروګرامونو دوام به د پوهنتون د استادانو د مسلکي ظرفیتونو په لوړواي او د ښوونې په کیفیت کې مهم رول ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS