کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي انکشاف مرکز په تالار کې استادانو لپاره"د څېړنې په روشونو کې د پدیدې پېژندنې له کړنلارې سره بلدتیا" ترسرلیک لاندې ښوونیز-لارښودي یو ورځنی ورکشاپ دایر شو!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۵:۹
شس8ب4سی968

چهارشنبې ورځ ٩/١١/١٤٤٦ هــ ق چې له ١٧/٢/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د استادانو مسلکي انکشاف آمریت لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي انکشاف مرکز په تالار کې استادانو لپاره "د څېړنې په روشونو کې د پدیدې پېژندنې له کړنلارې سره بلدتیا" ترسرلیک لاندې ښوونیز-لارښودي یو ورځنی ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو او څېړنو او علمي مجلو مرستیالانو، استادانو مسلکي انکشاف آمر، مسؤولینو او استادانو په ګډون پيل شو.

ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور قدرت الله"عمرخیل" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ په دایرېدو یې خوښي څرګنده کړه، او د ورکشاپ اهمیت او ضرورتونو اړوند یې هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: پوهنتون کې د تدریسي چارو ښه والي لپاره د داسې ورکشاپونو دایرول خورا اړین دي چې استادان کولی شي په خپلو څېړنو کې له دې روشونو څخه کار واخلي، همدارنګه یې استادانو ته په څېړنو کې د نویو میتیودونو مخته وړلو، خپلو تحصیلي رشتو مطابق د لا زیاتو څېړنو ترسره کولو او د پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق د تدریسي چارو مخته وړلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د استادانو مسلکي انکشاف آمر ښاغلي دوکتور عبدالجبار"څپاند" ګډونکونکو سره د ورکشاپ دایرولو د اهدافو او ضرورتونو اړوند هراړخیز معلومات شریک کړل.

په پای کې د ښاغلي دوکتور عبدالصمد"مشتاق" لخوا ورکشاپ رسماً پیل او د ورکشاپ موضوع مطابق له ګډونکونکو سره معلومات شریک شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS