کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره د امیرالمؤمنین حفظه الله احکامو او فرامینو اړوند د دینی بصیرت او پوهاوي علمي لړۍ رسماً پیل شوه!

hamid
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۵۴
یبسییبس

یکشنبې ورځ د ٢٨/٧/١٤٤٧ هـــ.ق. چې له ٢٨/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره د علمي، فکري او دینی مسؤلیتونو د پیاوړتیا په موخه، د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرامینو او احکامو اړوند د دینی درسونو لړۍ پیل شوه، چې موخه یې د استادانو د دینی پوهاوي لوړول، د اسلامي نظام د اصولو روښانه کول او د مشرتابه د شرعي مسؤلیتونو په اړه سالم فکري درک رامنځته کول دي.

یاده لړۍ د استادانو په پراخ ګډون د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم "حمدي" لخوا پیل شوه، نوموړي په خپل علمي، پندیز او هر اړخیز بیان کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د صفاتو، ځانګړنو او د اسلامي مشرتابه د اساسي اصولو په اړه ژور او ارزښتمن معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل. ښاغلي "حمدي" صاحب د تدریس پر مهال د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د عدالت‌محور مشرتابه، تقوا، د امت خیر غوښتنې، د شریعت تطبیق ته ژمنتیا، مشورو ته ژمنتوب، د علماوو درناوی او د ملت پر وړاندې د مسؤولیت احساس په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې، همدارنګه ټینګار یې وکړ چې د اسلامي نظام بقا او ثبات د همدې صفاتو په پیاوړتیا پورې تړلی دی. ښاغلي رئیس صاحب وویل: د امیرالمؤمنین اطاعت په اصل کې د شریعت اطاعت دی، او د نظام ټینګښت هغه مهال ممکن دی، چې ټول مسؤلین، استادان او کارکوونکي خپل دینی او اداري مسؤلیتونه په اخلاص او صداقت سره ترسره کړي. 

د یادونې وړ ده، چې یاده دینی لړۍ به اوونۍ کې دوه ورځې د یکشنبې او سې شنبې ورځو کې په مسلسله توګه ترسره کیږي او د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو او احکامو اړوند به هراړخیز معلومات د پوهنتون له استادنو سره شریک شي.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS