کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۴۲
455
دوشنبې ورځ د ۱۱/۴/۱۴۰۳ ه.ش چې له ۲۴/۱۲/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې اداري شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د استادانو کورس پالېسی درلودلو، د ماسټرۍ نویو برنامو لپاره د صنفونو چمتو کولو، محصلینو ته په تدرسي چارو کې د انګېزې ورکړې، د شیوخو درسونو تنظیمولو او د استادانو لخوا د ښوونیزو کورسونو ثبتولو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.
همدارنګه د پوهنتون اداري شورا غړو د لاندې موضوګانو:
د تېرې اداري شورا پرېکړو ته بیا کتنه، د پوهنتون په اسټدیو کې د ښوونیزو کورسونو ثبتولو، ورزشي مدیریت څانګې د پالېسی سند تأیید، ماسټرۍ او لېسانس دورې لپاره د صنفونو برابرولو او د شیوخو درسونو تنظیمولو اړوند بحث او خبرې وکړې.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS