کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه!

yasin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۶
14544

یکشنبې ورځ د ۶/۱/۱۴۰۳ ه.ش چې له ۱۵/۹/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې اداري شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ماسټرۍ برنامو د درسونو پیل او درسونو ته په وخت د محصلینو حاضرېدلو، په شفافه توګه د تاق سمسټر ازموینو اخیستلو او د لوړو زده کړو وزارت پالسی مطابق د ورځنیو دندو مخته وړلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

همدارنګه د پوهنتون اداري شورا غړو د لاندې موضوګانو:

د تېرې اداري شورا پرېکړو ته بیا کتنه، د تاق سمسټر ازموینو اخیستلو او ستونزو حل، خارج مرز استادانو موضوعاتو څېړلو، په اجتماعي صفاحاتو کې د محرمو مکتوبونو له نشرولو ډډه کولو او متقاعدو استادانو دندو تمدید اړوند بحث او خبرې وکړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو!

 

دوشبنه- ۷،۱،۱۴۴۸ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز له لوري د نشه یي توکو څخه د مخنیوي اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه فرمان د ښه تطبیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

BACK TO NEWS