کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه!

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۰:۲۶
5545

یکشنبې ورځ د ١٣/١٢/١٤٠٢ه.ش چې له ٢١/٨/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې اداري شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، دیني-اصلاحي درسونو ته په وخت د محصلینو حاضرېدلو، تاق سمسټر ازموینو ته آماده ګي نیولو او د لوړو زده کړو وزارت پالسی مطابق د ورځنیو دندو مخته وړلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

همدارنګه د پوهنتون اداري شورا غړو د لاندې موضوګانو اړوند:

د تېرې اداري شورا پرېکړو ته بیا کتنه، خارج مرز استادانو موضوعاتو څېړلو، ماسټری برنامو فارغ محصلینو فراغت غونډې او د پوهنتون معاونینو او پوهنځیو رئیسانو عملیاتي پلان جوړولو اړوند بحث او خبرې وکړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS