کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري(رهبري) شورا ناسته ترسره شوه!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۵۵
ASFDGH

چهارشنبې ورځ د ۲۳/۷/١٤٠٤ ه.ش چې له ۲۲/۴/۱۴۴۷ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري(رهبري) شورا غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د پیل وینا وکړه او پوهنتون کې یې د استادانو او کارمندانو د نه ستړې کېدونکو هڅو او علمي خدمتونو قدرداني وکړه. ښاغلي رئیس صاحب خپلو خبرو کې یې د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا د فیصلو پر پلي کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو د روزنې اکاډمیک مرکز دی او باید د هېواد د علمي پرمختګ په لومړۍ کرښه کې ولاړ وي. او پوهنتون باید د وزارت د ستراتیژیکو پریکړو په عملي کولو، د استادانو د ظرفیت لوړونې، او د محصلینو د علمي روزنې په برخه کې بېلګه اوسي.


وروسته، د اداري شورا غړو د لاندې موضوعاتو:
 ( د لوړو زده کړو وزارت د رهبری شورا پریکړو تطبیق،  ماسټري پروګرامونو کې د درسي ساعتونو زیاتوالي، د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي د روزونکي څانګې د فارغېدو طرحې، د پوهنتون له استراتيژیک کمېټې سره د پوهنځیو همکاری او د محصلینو لپاره د علمي ورکشاپونو او سیمینارونو جوړولو) اړوند مفصل بحث او خبرې وکړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS