کابل ښوونې او روزنې پوهنتون  رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" له ١٢ تنو تقاعد شویو استادانو سره غونډه ترسره کړه!

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۳:۴۴
1235

چهارشنبې ورځ د ١١/٧/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٢٩/٣/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس له ١٢ تنو تقاعد شویو استادانو سره غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

 لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون  رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: یاده غونډه له استادانو څخه د ترسره کړل شویو خدمتونو د مننې او د استادانو نظرونو او وړاندیزونو اورېدلو په پار نیول شوې.
زیاته یې کړه: محترمو استادانو تاسو د ټولنې یو مهمه برخه یاست خپل عمر مو د هېواد بچیو روزلو برخه کې تېر کړی، مونږ له تاسو څخه د دې خدمت په پار منندویي کوو، او غواړو چې د تل په څېر له پوهنتون سره همکار اوسئ او خپل نظرونه او وړاندیزونه د پوهنتون له رهبرۍ سره شریک کړئ.

د غونډې په پای کې استادانو له ښاغلي رئیس صاحب څخه منندویي وکړه او خپل نظرونه او پشنهادونه یې د پوهنتون رهبرۍ سره شریک کړل.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS