کابل ښوونې او روزنې، بامیان او فاریاب پوهنتونونو کادري بستونو د بین‌المللي ژبې آزموینې خبرتیا!

keu_admin
5454
 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د مشاورې، عمومي ارواپوهنې، فزیک او تاریخ څانګو(نارینه)، بامیان پوهنتون د تاریخ او ټولنپوهنې څانګو(نارینه) او فاریاب پوهنتون د عمومي بدني روزنې څانګې(نارینه) د کادري بستونو هغو نوماندانو ته چې له مخکې یې یادو کادري بستونو ته نوم لیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي، چې د بین‌المللي ژبې آزموینه د شنبې ورځ د ٢٩/٢/١٤٠٣ ه.ش چې د ١٠/١١/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د سهار (٨:٤٥) بجو د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په (ای-سي-تي)مرکز کې اخیستل کېږي.
نوټ: د آزموینې په ورځ د نوماندانو د دقیقې پېژندنې لپاره د اصلي پېژندپاڼې او یا هم پاسپورت درلودل اړین دي.
نوټ١: د بین‌المللي ژبې کامیاب شویو نوماندانو تخصصي ازموینه د یکشنبې ورځ ٣٠/٢/١٤٠٣ چې له ١١/١١/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لری د سهار په (٩)بجو اخیستل کیږي.

 

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۱:۲۴
Background image

خبرتیا! ۲

 ۲کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ١٤٠٥ کال کانکور ازموینې له لارې خپلو ٩ پوهنځیو، ٣٠څانګو لپاره ٢٠٦٠ تنه محصلین مني!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

خبرتیا!

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ١٤٠٥ کال کانکور ازموینې له لارې خپلو ٩ پوهنځیو، ٣٠څانګو لپاره ٢٠٦٠ تنه محصلین مني!

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۳۹
Background image

خبرتیا! 


                                                                                     کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ امریت په پام کې لري، چې د محصلینو د ظرفیت . . .

Back to announcements