ښاغلي سید علي اقبال د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون د مجلې د آمر په توګه معرفي شو

keu_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۰:۲۰
cvc
دا مجلس د یکشنبې په ورځ، د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په ۲۹ نیټه جوړه شوې وه، د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رییس آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما، د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان رشیدي، او همدارنګه یو شمیر استادانو او اداري کارمندانو برخه اخیستې وه.
د غونډې په پیل کې، آغلې لیلما شریفي یما او ښاغلي جمشید خان رشیدي د موضوع په اړه خبرې وکړې او د پوهنتون د مجلې د آمر په توګه د نوموړي استاد انتخاب یې اړین وګڼه او د خدای تعالی له دربار څخه یې د هغوی د بریا لپاره دعا وکړه. په پاي کې ښاغلي سید علي اقبال د پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې دی به په دې برخه کې هیڅ ډول هڅه ونه سپموي او کوم مسؤولیت چې ماته سپارل شوی دی په خورا غور او دقت ترسره کړم. غونده د خیر په دعا سره پای ته ورسید.

.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS