په علمي کادرونو کې د انګلیسي آزموینې لپاره د آنلاین مرکز پرانیستل

keu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۰:۱۴
df

 

د ۱۳۹۹ کال د شنبې په ورځ د تلې په ۵ مه، د شهید رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي ټیکنالوژۍ په مرکز کې د کمپیوټر ساینس پوهنځی په همکارۍ، د پوهنتونونو علمي کادرو کې د شمولیت لپاره د انګلیسي آزموینې آنلاین پروسه، د شهید رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رییس آغلي پوهنوال لیلما شریفي یما. د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشید خان رشیدي، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رییس نورمحمد احمدزي، د کمپیوټر ساینس پوهنځي رییس ښاغلي قربانعلي فروغ ، یو شمیر استادانو، اداري کارکونکو او زده کونکو پرانستل شو.

په پیل کې، د پوهنتون رییس آغلي پوهنوال لیلما شریفي یما، او د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشیدخان رشیدي په خپل وار سره د موضوع اهمیت او مؤثریت په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې وروسته له دی به د انګلیسي ټولې آزموینې د پوهنتون داخلي کادري بستونه او ولایاتو پوهنتونونو کادری بستونو امتحان د یاد شوي سیسټم له لارې واخیستل شي، وروسته د برخه اخیستونکو استادانو او زده کونکو له خوا آزمایښتي آزموینه واخیستل شوه او په بریالیتوب سره سرته ورسیده. غونډه د خیر په دعا سره سرته ورسیده،

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS