وردگ د لوړو زده کړو موسسئې، کابل ښوونې او روزنې او پروان پوهنتونونو د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې (انگلیسي) ژبې آزموینه واخیستل شوه!

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۳ - ۹:۱۷
988

 

سې شنبې ورځ ۱۴۰۲/۰۲/۱۲ ه.ش نېټه وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې ریاضي څانګې (نارینه)، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون عمومي ښوونې او روزنې څانګې (نارینه) او پروان پوهنتون د کیمیا څانګې (نارینه) کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې (انگلیسي) ژبې آزموینه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په آی سي ټي (ICT) مرکز کې واخیستل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو همغږۍ چارو څانګې آمر ښاغلي پوهنمل نجیب الله “بیگزاد“ د آزموینې له بهیر څخه د لیدنې پر مهال استادانو او تخنیکي ټيم ته سپارښتنه وکړه، چې گډونوالو نوماندانو ته په ښه توگه لارښوونه وکړي او آزموینه دې د علمي نورمونو او اصولو سره سمه په شفافه توگه واخیستل شي، چې د هغوی له خوا د اجراأتو ډاډ ورکړل شو.

همدارنګه، د پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انگلیسي څانګې آمر پوهاند عبدالجلیل “کهدستانی“ هم د آزموینې له شفافیت، امانت دارۍ او نظم ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ او په خپله وینا کې یې زیاته کړه چې د آزموینې پوښتنې د آزموینې له پیل یو ساعت مخکې په ډېر محرمانه ډول سیسټم ته آپلوډ شوې دي او هېڅوک يې په اړه معلومات نه لري.

ورپسې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمدمنصور “واحدي” د آزموینې او سیسټم په اړه لنډ معلومات ورکړل او ویې ویل چې: “ آزموینه په شفاف ډول د (Online Exam Program (OEP)) له لارې اخیستل کېږي، نوموړی سیسټم پرته له کوم جعل او لاس وهنې خوندي دی، سیسټم د آزموینې له پای ته رسېدو سره بې له کوم ځنډ پایلې اعلانوي، استادان، د آزموینې هئیت او ګډونوال نوماندان کولای شي په یو وخت او یو ځای د آزموینې پایلې د کمپیوټر پر مخ وگوري “

ورپسې د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې تخنیکي ټيم په لارښوونه د آزموینې اخیستلو لړۍ رسمأ پیل شوه.

د یادونې وړ ده چې د بین المللي (انګليسی) ژبې آزموینه کې د کامیابو نوماندانو مسلکي (تحریري) آزموینه به د راتلونکې سې شنبې ورځ د ۱۹/۰۲/۱۴۰۲ نېټه د سهار په (۹) بجو د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت کې اخیستل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS