د کمپیوټر ساینس پوهنځي د عمومي تدریسي مدیر احمدالله ولي بیوګرافي
احمدالله ولي د نورمحمد زوی، په ۱۳۷۰ هـ ش کال د کابل ښار په اوومه ناحیه کې په یوه دیندارې کورنۍ کې زیږیدلی دی. د لیسې تر فراغت وروسته، په ۱۳۹۱ هـ ش کال کې د ځانګړي ازموینې له لارې د کابل میخانیکي انستیتیوت ته شامل شو او په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې د فوق بکلوریا په سویه فارغ شو.
په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې د کابل ښوونې اوروزنې پوهنتون د ځانګړوعلومو پوهنځي د کتابتون دمدیر په توګه وګومارل شو. د خپلې هڅې او فعالیت له برکته، په ۱۳۹۴ هـ ش کال کې د آزادې رقابتي ازموینې له لارې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د عمومي تدریسي مدیر په توګه وګمارل شو، چې تر اوسه پورې په همدې بست کې دنده ترسره کوي.
همداراز، په ۱۳۹۴ هـ ش کال کې د کانکور له لارې ښوونې اوروزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي د فزیک دیپارتمنت ته بریالی شو، چې په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې یې د لیسانس سند ترلاسه کړ.
کاري تجربه:
- د دوو کلونو لپاره یې د کتابتون د مدیر په توګه دنده ترسره کړې.
- شپږکاله کیږي چې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د عمومي تدریسي مدیر په توګه دنده ترسره کوي.
ورکشاپونوکې ګډون:
- د افغانستان د ملکي خدماتو انستیتیوت د رهبرۍ او مدیریت ورکشاپ
- د لوړو زده کړو وزارت د USWDP د پلان جوړونې ورکشاپ
- دکابل ښوونې اوروزنې پوهنتون ددفترداري مدیریت پنځه ورځني ورکشاپ
- د افغانستان د ملکي خدماتو انستیتیوت د ښوونیز رهبرۍ ورکشاپ
- د افغانستان د ملکي خدماتو انستیتیوت د انګلیسي ژبې روزنیز ورکشاپ
ستاینلیکونه:
- د کمپیوټر ساینس پوهنځي ریاست لخوا
- د کابل ښوونې اوروزنې پوهنتون دریاست لخوا
- د د لوړو زده کړو وزارت USWDP دفتر لخوا
- د ملکي خدماتو انستیتیوت لخوا
- د USAID سازمان لخوا
د کمپیوټر ساینس پوهنځي د عمومي تدریسي مدیریت تشکیلات:
شمېره |
نوم/تخلص |
اداري موقف |
ملاحظات |
1 |
احمدالله ولي |
عمومي تدریسي مدیر |
|
2 |
مرید احمد عطایي |
اجرائیه مدیر |
|
3 |
محمد رضا بهنام |
د پوهنځي لابرانت |