د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د کابل ولایت څوارلسم پاسانو(اختصاصي) برنامې کانکور آزموینه واخېستل شوه !

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۴:۱۰
444

جمعه ورځ د ٤/٤/١٤٤٥ هـ ق چې له ٢٨/٧/١٤٠٢ هــ ش نېټې سره سمون لري، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د کابل ولایت څوارلسم پاسانو(اختصاصي) برنامې کانکور آزموینې یوه ورځینۍ لړۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې په پوره روڼتیا سره او ډاډمنه فضاء کې پای ته ورسېده.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبرۍ او د آزموینو ملي ادارې څخه راغلي پلاوي د امتحان له صحنې څخه له نېږدې لیدنه وکړه او د آزموینو ټولو ګډونوالو ته یې د دې پروسې د روڼتیا، امانتدارۍ، نظم او ډیسپلین په اړه ډاډ ورکړ.

د پوهنتون رهبرۍ ټولو استادانو ته د آزموینې اړوند اړینې سپارښتنې وکړې او د آزموینو ملي ادارې پلاوي ته یې د آزموينې د پوره روڼتیا او امانت دارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS