د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې (انګلیسي) ژبې آزموینه واخیستل شوه!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۰:۲۹
4565

چهارشنبې ورځ ۱۵/۶/۱۴۰۲ هــــ.ش چې له ۲۰/۲/۱۴۴۵ هــ ق. نېټې سره سمون لري، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ریاضي، کیمیا، معلوماتي تکنالوژۍ، چاپېریال ساتنې، عمومي ښوونې او روزنې، زده کړیز مدیریت او عمومي ارواپوهنې څانګو د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې (انگلیسي) ژبې آزموینه د یاد پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ څانګې اړوند آی سي ټي (ICT) مرکز کې واخیستل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو همغږۍ چارو څانګې آمر ښاغلي پوهنمل نجیب الله “بیگزاد“ د آزموینې په څرنګوالي خبرې وکړې د استادانو، او څارنې کمېټې څخه یې وغوښتل تر څو د آزموینې بهیر په عادلانه ډول پرمخ یوسي او په دې بهیر کې روڼتیا او امانت په پام کې ونیسي.

ورپسې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمدمنصور “واحدي” د آزموینې او سیسټم په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې: “ آزموینه په شفاف ډول د (Online Exam System (OES)) له لارې اخیستل کېږي، نوموړی سیسټم پرته له کوم جعل او لاس وهنې خوندي دی او د آزموینې له پای ته رسېدو سره بې له کوم ځنډ پایلې اعلانوي، استادان، د آزموینې هئیت او ګډونوال نوماندان کولای شي په یو وخت او یو ځای د آزموینې پایلې د کمپیوټر پر مخ وګوري.

وروسته د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې تخنیکي ټيم په لارښوونه د امتحان اخیستلو لړۍ رسمأ پیل شوه.

د یادونې وړ ده چې د بریالیو نوماندانو مسلکي (تحریري) آزموینې ورځ او نېټه وروسته د پوهنتون رسمي وېب پاڼې او همدې فیسبوک پاڼې له لارې اعلان شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو!

 

دوشبنه- ۷،۱،۱۴۴۸ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز له لوري د نشه یي توکو څخه د مخنیوي اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه فرمان د ښه تطبیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

BACK TO NEWS