د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت لخوا اصلاحي - دیني زده کړیز پروګرام لړۍ پیل شوه!

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۰:۲۵
555

یکشنبې ورځ د ١٩/٦/١٤٠٢هـ.ش چې له ٢٤/٢/١٤٤٥هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت لخوا اصلاحي - دیني زده کړیز پروګرام لړۍ پیل شوه.

د یاد زده کړیز پروګرام په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلی شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي"، د دعوت او ارشاد څانګې مسئوولینو، د لوړو زده کړو څخه راغلی دیني عالم او محصلینو ګډون درلود.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د لوړو زده کړو دیني عالم شیخ مولوي عصمت الله "نعماني" ته د ښه راغلاست تر څنګ د دې درسونو په پیلېدو خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه چې، د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد څانګې مسئوولین به د دې پروګرام په پلي کېدو کې د لوړو زده کړو وزارت سره پوره همکار وي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت لخوا راغلي دیني عالم ښاغلي شیخ عصمت الله "برهاني" د یاد زده کړیز پروګرام په اړه محصلینو ته پوره معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، “ یاد درسونه محصلینو ته په دیني - اصلاحي برخو کې تدریس کېږي”.

د یادونې وړ ده، چې یاد درسونه به هره ورځ په اوونۍ کې څلور ورځې د سهار له (١١) بجو څخه د غرمې تر (١٢) بجو پورې محصلینو ته تدریس کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS