د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د پوهنتون له پیل شوو پروژو د کارونو له جریان څخه لیدنه وکړه!
چهارشنبې ورځ د ٢٩/٩/١٤٠٢ ه.ش چې له ٦/٦/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي"د پوهنتون پیل شوو(بخارخانی تعمییر، جمنیازیوم، پارکینګ او د فوټبال میدان) پروژو له کارونو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د پوهنتون رئیس
د پروژو له پیل شوو کارونو څخه له نږدي لیدنه وکړه او د یادو پروژو مسؤولینو ته یې د کارونو په ښه توګه مخته وړلو، ريښتینولۍ او ایماندارۍ، د با کیفیته موادو استفاده کول او په ستندرد معیارونو د پروژو مخته وړلو اړوند سپارېښتنې وکړې.
د یادولو وړ ده چې تقربیاً دېرش(۳۰)فیصده کارونه د پروژو تکمیل شوي.