د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د (1402) کال وروستني سمسټر آزموینې پیل شوې!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۵:۲۰
555

شنبې ورځ د 12/4/1445 هـ ق چې له 6/8/1402 هــ ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د (1402) کال وروستني سمسټر آزموینې په پوره شفافیت او ډاډ منه فضاء کې پیل شوې.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د بېلابېلو پوهنځیو د امتحان له صحنې څخه له نیږدې لیدنه وکړه او د پوهنتون محصلینو ته یې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډسپلین په اړه ډاډ ورکړ.

همدارنګه د پوهنتون رئیس ښاغلي "هاشمي" ټولو استادانو ته د آزموینې اخیستلو اړوند اړینې سپارښتنې وکړې چې استادانو لخوا د پوره روڼتیا او شفافیت اطمینان ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS