د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د پسرلني سمستر فاینل آزموینو پيل!
چهارشنبې ورځ د ۲۵/۱۱/۱۴۴۴ هــــ.ق. چې له ۲۴/۳/۱۴۰۲ هـــ.ش سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د پسرلي سمستر فاینل آزموینې پیل شوې.
د پوهنتون د علمی چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان “رشیدي” د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي انجنیر اکرام الله “صهیب” د پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو د آزموینو له صحنو څخه لیدنه وکړه او د آزموینو ټولو ګډونکونکو ته یې د آزموینو د نظم، او شفافیت په تړاو مهمې خبرې وکړې او محصلانو ته یې د نومرو په ورکړه کې د استعدادونو په نظر کې نیولو سره استادانو ته لارښوونې وکړې چې د استادانو لخوا څخه د پوره شفافیت ډاډ ورکړل شو.