د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي پسرلني سمستر د پای ته رسېدو او خزاني سمستر پیل کېدو په پار د قرآنکریم ختم ترسره کړ!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۹:۵۰
9988

یکشنبې ورځ د ١٤٠٢/٥/١٥هـ.ش. چې له ١٤٤٥/١/١٩ هــ ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د پسرلني سمستر پای ته رسېدو او خزاني سمستر په پیل کېدو د قرآنکریم ختم تر سره کړ، د پوهنځي مشرتابه له استادانو، اداري کارمندانو او اول نمره ګانو د ستاینلیکونو په ورکړې سره منندویي وکړه.

په یاده غونډه کې د محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو ګډون درلود.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی د ټولنیزو علومو پوهنځي رئيس ښاغلي پوهنمل محمد اشرف “افضلي” په خپلو خبرو کې وویل: خوښ یو چې، پسرلنی سمستر په بریالیتوب سره پای ته ورسېد او خزاني سمستر مو پیل کړ زیاته یې کړه چې، یاده غونډه د قرآنکریم د ختم په پار نیول شوې د اللهﷻ شکر ادا کوو چې مونږ ته يې د خدمت کولو زمینه راکړه له استادانو، اداري کارمندانو او د هر صنف اول نمره ته د ستاینلیک پر ورکړې سره مننه کوو چې د پسرلني سمستر په جریان کې یې کوښښونه کړي.

غونډه د قرآنکریم د ختم او ستاینلیکونو پر ورکړې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS