د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسترۍ پروګرام د نوم لیکنې او درسونو د پیل خبرتیا !

keu_admin
766

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د 1402 کال خزاني سمستر ماسترۍ لپاره په لاندې څانګو کې :

• ریاضي څانګې ماستري

• تفسیر څانګې ماستري

• جامعه شناسي څانګې ماستري

د ماسترۍ پروګرامونو لپاره نارینه محصلین جذبوي، په شرایطو برابر ټولو هغو مینه والو ته خبر ورکول کېږي چې، په امتحان کې د ګډون لپاره فورمې د ۱۴۰۲/۴/۱۴ څخه تر ٣٠/٤/١٤٠٢ هـ.ش نېټې پورې د یاد پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت څخه تر لاسه کړي.

نوټ: همدارنګه هغه محصلین چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ١٤٠٢ کال بېلابېلو د ماسترۍ پروګرامونو ته بریالي شوي د نوم ليکنې لپاره دې د ۱۴۰۲/۴/۱۴ نېټې څخه تر ٣٠/٤/١٤٠٢ هـ.ش نېټې پورې د یاد پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت ته مراجعه وکړي.

نوټ: د نوم لیکنې په ورځ د لاندې اسنادونو درلودل اړین دي.

* د ډیپلوم رنګه کاپي.

* د ترانسکرېپټ رنګه کاپي.

* د تذکرې رنګه کاپي.

*یوه قطعه انځور.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون خبرتیا!

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، محصلانو چارو معاونیت د محصلینو د خدمتوتو او همغږۍ آمریت د محصلینو لپاره د غوره خدمتونو وړاندې کولو او ژمني رخصتیو څخه د مؤثرې او ښې گټه اخیستنې په موخه . . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۵۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون خبرتیا!

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت د محصلینو د خدمتونو او همغږی آمریت د لوړو زده کړو وزارت د انسجام ریاست په همغږۍ د "ځوان نسل فکری روزنې" ترسرلیک لاندې د محصلینو ترمنځ . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دوکتورا او ماسټرۍ برنامو د درسونو د پیل خبرتیا!

ټولو هغو محصلینو ته چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ١٤٠٤ کال د فقهې دوکتورا او د فقهې، ټېسول(انګلیسي)ادبیات او معلوماتي سیسټمونو ماسټرۍ برنامو ته بریالي شوي دي، خبر ورکول کیږي چې . . .

Back to announcements