د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او وردگ د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادرنو، لپاره مسلکي (تحریري) آزموینه واخېستل شوه!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۰:۲۶
988

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او وردگ د لوړو زده کړو مؤسسې د بېلا بېلو څانگو د علمي کادرونو د بریالیو نوماندانو څخه د مسلکي آزموینې د اخیستو بهیر، د شنبې ورځ 1444/8/18 نېټه د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي دوکتور پوهاند جمشېد خان رشيدي د پوهنځیو رئیسانو، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست پلاوي، استادانو او د استادانو چارو آمر ښاغلي پوهنمل نجیب الله بیگزاد په حضور کې آزموینه واخېستل شوه.

لمړی د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان"رشيدي" د آزموینې له بهیر څخه د څارنې پر مهال د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډسپلین په اړه ټولو حاضرینو ته ډاډ ورکړ، همدارنگه یې څرگنده کړه چې، په پوهنتونونو کې د علمي کادر د استخدام معیار د کاندیدانو وړتیا ته په کتو ترسره کېږي.

د یادونې وړه ده چې، په دې آزموینه کې ګڼ شمېر نارینه کاندیدانو چې د بین المللی ژبې آزموینه کې بریالي شوي وو گډون درلود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS