د کابل ښوونې او روزنې، پروان او وردګ پوهنتونو علمي کادري بستونو نوماندانو څخه مسلکي (تحریري) آزموینه واخیستل شوه!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۹:۵۳
777

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ریاضي او انګلیسي څانګو، د پروان پوهنتون د ریاضي څانګې او وردګ پوهنتون د ریاضي څانګې د علمي کادرونو انګلیسی ژبې بریالیو نوماندانو څخه د مسلکي آزموینې د اخیستو بهیر، د یکشنبې ورځ 1445/1/19 هــ.ق. چې له 1402/5/15هـ.ش نېټې سره سمون لري د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي دوکتور پوهاند جمشېد خان “رشيدي” د ياد پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفعاتو ریاست پلاوي او استادانو په حضور کې آزموینه واخیستل شوه.

د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان"رشيدي" د آزموینې له بهیر څخه د څارنې پر مهال د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډیسپلین په اړه ټولو حاضرینو ته ډاډ ورکړ، همدارنگه یې څرگنده کړه چې په پوهنتونونو کې د علمي کادرونو د ګمارنې معیار د نوماندانو وړتیا ته په کتو سره ترسره کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

BACK TO NEWS