د پوهنتون د علمي څیړنو د همغږۍ مرکز نوبتي ناسته د دوشنبې په ورځ روان کال د سلواغۍ په ۲۸مه د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي جمشید خان رشیدي، د علمي تحقیقاتو مرکز آمر آغلې پوهنیار نرګس ستانکزي او د مرکز غړو په ګډون جوړه شوه او لاندې پریکړې ونیول شوې.

• لس علمي اثره او وړاندیزونه د پوهنتون د استادانو او نورو ولایاتو پوهنتونونو د موضوع ټاکلو لپاره وڅیړل شول او د څیړنې مرکز غړو ته د نظریاتو لپاره وسپارل شول.
• د استادانو ۳۷ علمي- څیړنیز کنفرانسونه وکتل شو او د نظریاتو لپاره د څیړنې مرکز غړو ته سپارل شو.
• د عمومي څیړنې میتود ورکشاپونو ترسره کولو پروسې ارزونه او په راتلونکي مرحله کې قوت او ضعف ټکو یادداشت.
• د استادانو څلورمې ربعې علمي کنفرانسونه د روان کال، د شنبې ورځ د کب میاشتي په نهمه نیټه وټاکل شول.