د پوهنتون د سولې مرکز او د امریکا متحدو ایالتونو د سولې نړیوال انستېتیوت (USIP) د غړو تر منځ د همکاریو دوام ناسته وشوه او د دې مرکز درې نوي غړي معرفي شول.

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۸:۵۶
6567

د ۱۴۰۰ کال د غبرګولې میاشتې په ۱۷مه نېټه د دوشنبې په ورځ د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د پلاوي او د امریکا متحدو ایالتونو د سولې نړیوال انستېتیوت (USIP) د غړو تر منځ د ګډې همکارۍ ناسته وشوه. په دې ناسته کې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما، د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي، د اسلامي زده‌کړو د پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار سیدهاشم امین، د (USIP) دفتر د سولې د روزنو مسؤول ښاغلي احمد جاوېد سمسور، د (USIP) د سولې د پروګرامونو مسؤول ښاغلي رفېع‌الله ستانکزي، د (USIP) ادارې روزونکي ښاغلي صبغت‌الله جلالي او د دوی ځینو نورو همکارانو ګډون کړی و.

په سر کې د پوهنتون رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما په اکاډمیکه ټولنه کې پر سوله او د سولې پر اهمیت خبرې وکړې او د امریکا متحدو ایالتونو د سولې نړیوال انستېتیوت (USIP) غړو ته یې د پوهنتون د سولې په مرکز کې د پروژې د پلي کېدو ډاډ ورکړ. ورپسې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي د پوهنتون د سولې مرکز د لاسته‌راوړنو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او د دغه پروګرام پر پلي کېدو یې ټینګار وکړ ویې ویل: د پوهنتون د سولې مرکز د چارو مخته‌وړلو لپاره باید عملیاتي پلانونه جوړ شي. ورپسې د سولې مرکز مسؤول ښاغلي احمد جاوېد سمسور په پوهنتونونو کې د سولې د مرکزونو پر اساسي موخو خبرې وکړې او د دغو مرکزونو هراړخیز ملاتړ یې اعلان کړ. د ناستې په دوام ښاغلي پوهنیار سیدهاشم امین د پوهنتون د سولې مرکز د مسؤول په توګه په پوهنتون کې د سولې پروژې د پلي کېدو په اړه د پوهنتون مشرتابه پلاوي او د (USIP) ادارې مسؤولینو ته ډاډ ورکړ. د ناستې په پای کې، د دې مرکز درې نوي غړي هر یو: ښاغلي پوهنیار محمد طاوس ، آغلې پوهنیار ملالی او ښاغلي فاروق ستانکزی معرفي شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۳:۴۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال له هغو استادانو سره چې له بېلابېلو ولایتونو راغلي او پوهنتون کې لیلې ژوند لري، غونډه ترسره کړه!

 

 یکشنبې ورځ د ٢٣/٦/١٤٤٧ ه.ق چې له ٢٣/٩/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله"ناصح" له هغو استادانو سره ځانګړې غونډه وکړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۳:۳۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت په همغږۍ د یاد پوهنتون اداري برخو آمرینو او کارمندانو  ته "په اداري کارونو کې د کمپیوټر څخه د ګټه اخیستلو" ترسرلیک لاندې

یکشنبې په ورځ د ٢٣/٦/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٢٣/٩/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۳۷
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو مقالې!

عنوان: بررسی تأثیر آموزش صریح بر عملکرد تحصیلی شاگردان ناشنوا

محقق: پوهندوی خواجه سردار "صدیقی" عضو کادر علمی دیپارتمنت روانشناسی و تعلیم و تربیه ناشنوایان

چکیده:
این تحقیق با هدف. . .

BACK TO NEWS