د پوهنتون د اداري شورا ناسته
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون اداري ناسته د ۱۴۰۰ کال د سلواغې میاشتې په یوولسمه نېټه د دوشنبې په ورځ تر غرمې وړاندې په ۱۱:۰۰ بجو د پوهنتون د علمي مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي په مشرۍ د پوهنتون د علمي معاونیت په ودانۍ کې وشوه. په سر کې د قرآنکریم څو مبارک آیتونه تلاوت شول او بیا د ناستې د اجنډا په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
۱- د پوهنتون د علمي چارو مرستیال د ښه راغلاست پر مهال د پوهنتون مشرتابه پلاوي ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري د مني سمستر د درسونو د پيل اعلان يو ښه ګام وباله او د پوهنتون له مشرتابه پلاوي يې وغوښتل، چې په دې برخه کې پوره چمتووالى ولري.