د پوهنتون اداري شورا غونډه

keu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۶ - ۱۲:۳۰
fdf
د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون اداري ناسته، د معمول په توګه، د سهار په ۰۰:۹ بجو د ۱۳۹9 کال د چنګاښ په ۲۳مه ، د آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما تر ریاست لاندې د پوهنتون په ریاست کې جوړه شوه او په لاندې مسایلو باندې بحث او پریکړې وشوې.
1. ټول پوهنځی باید د کیفیت تضمین پورې اړوند دوسییو بشپړیدو په اړه خپل کاري راپورونه چمتو او په راتلونکې اونۍ کې چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ،30/4/1399 نیټه اداري غونډې ته وړاندې کړي، همدارنګه تضمین کیفیت آمریت باید په دې برخه کې د پوهنځیو سره همکاري وکړي.
2. د پوهنتون د ریاست له خوا چمتو شوی راپورونه ټولو معاونینتونو او نه ګنو پوهنځیو ته لیږل شوی دی، درانه معاونیتونه او پوهنځي د دې پلي کیدو ته پاملرنه وکړي.
3. د پوهنتون د مالي خپلواکۍ برخې کې ، اړین لارښود او لارښوونې ورکړل شوې ، چې په لاندې ډول دي:
- علمي اعتبار
- د پوهنتون مالي او علمي خپلواکۍ
- د ښوونکو روزنه
- د وړ علمي کادرونو جذبول
- د اداري کارمندانو او استادانو مسلکي ظرفیت ته وده ورکول
- د منظمه پلان درلودل
- د پلان پلي کولو څارنه
- په څیړنیزو موضوعات کار کول
- په هره برخه کې د ډیټابیس رامینځته کول
- د دورې بیاکتنې برنامې کې 27 برنامو یو ځاي کول
- د برنامو کلنۍ بیاکتنه
- د اختیاري کورسونو جوړول
- د اړونده څانګو دقیق ارقام درلودل
4. ټاکل شوې ده چې د پوهنتون د ستراتیژیک پلان جوړولو کمیټې نوي غړي وټاکي او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پوهنتون په سټراټیژیک پلان کار وکړي.
5. پریکړه وشوه چې د دې پوهنتون متقاعده استادان د یوې لنډې برنامې په لړ کې چې د پوهنتون رییس له خوا چمتو کیږي د دریو میاشتو په جریان کې راوبلل شي او د پوهنتون په اداري او اکاډمیکو چارو کې خپلې تجربې او مشورې وکاروي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS