د ١٠.٨ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د تدریسي ساحو د دوهمې برخې د پلي تګ لارو ترمیم او بیا رغونه پروژې چارې پیل شوې!

hamid
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۰:۲۵
+یسیسش

 

دوشنبې ورځ د ١٩/٨/١٤٠٤ ه.ش چې له ١٩/٥/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، مالي او اداري چارو مرستیال، اداري آمرینو او شرکت مسؤلینو په حضور کې د د ١٠.٨ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د تدریسي ساحو د دوهمې برخې د پلي تګ لارو ترمیم او بیا رغونه پروژې چارې پیل شوې.

د پروژې افتتاحیې مراسمو کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" او مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي حضرت ولي"ملنګ" په خپلو خبرو کې د یادې پروژې کارونو په پیلېدو خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: د خوښی ځای دی چې د پوهنتون رغنیزو برخو کې ستر ګامونه اخیستل کیږي او رغنیزو برخو کې به دا هڅې دوام ولري، همدارنګه یې د شرکت مسؤلینو ته په وینا کې وویل: کوښښ وکړئ چې په معیاري او لوړ کیفیت خپل کارونه بشپړ کړئ، کارونو کې صداقت ولرئ او په پوره ایمانداری سره خپلو کارونو ته دوام ورکړئ.

یاده پروژه د شاهي کمپنی ساختماني او لوژستیکي شرکت لخوا د ١٠.٨ میلیونه افغانیو په لګښت پرمخ وړل کیږي او په معیاري او لوړ کیفیت به د تدریسي ساحو د دوهمې برخې د پلي تګ لارو ترمیم او بیا رغونه وشي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS