د هېواد مرکزي پوهنتونونو ترمنځ د والیبال سیالیو پرانېست غونډه او لړۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې پیل شوه!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۱:۱۹
4455

یکشنبې ورځ د ١٤٤٥/٣/٨ هـــ.ق. چې له ١٤٠٢/٧/٢ هـ.ش نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین، د محصلانو چارو رئیس، د محصلانو خدماتو چارو د همغږۍ رئیس، د مرکزي پوهنتونونو رئیسانو، د پوهنتونونو معاونینو، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداراي آمرینو، کارمندانو او محصلینو په ګډون د والیبال سیالو لړۍ د کابل ښوونې او روزنې، پولی تخینک، کابل طبي، کابل پوهنتون، البېروني او جامع عبدالله ابن مسعود (رض) پوهنتونونو ټیمونو پکې ګډون درلود د سیالیو پرانېست غونډه او لړۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په ورزشي میدان (جمنازیوم) کې پیل شوه.

پرانېست غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث و القران مولوي سید بشیر آغا “هاشمي” د غونډې ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سیالیو اړوند وویل: یادې سیالۍ به د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په استازولۍ په یوه آرامه او ډاډمنه فضا کې ترسره شي.

همدارنګه، نوموړي په خپلو خبرو کې له ټولو لوبغاړو وغوښتل چې د سیالو په لړۍ کې اخلاقي، اسلامي او ورزشي اصول مراعات کړي، ترڅو لوبې په ښه او آرامه فضا کې ترسره شي.

همدارنګه، د غونډې په جریان کې د جامع عبدالله ابن مسعود (رض) پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي روح الله "آخندزاده" د ورزش اهمیت اړوند خبرې وکړې، زیاته یې کړه چې هیله مند یم یادې سیالۍ د سولې او ورور ولۍ په فضا کې پای ته ورسیږي.

ورپسې د وزارت د محصلانو چارو د خدماتو د همغږۍ ریاست رئیس ښاغلي قاضي کلیم الله “محمدي” په خپلو ارزښتناکو خبرو کې ټولو لوبغاړو ته د اسلامي، اخلاقي او ورزشي اصولو اړوند سپارښتنې وکړې، زیاته یې کړه چې د لوړو زده کړو د محصلانو چارو ریاست په همغږۍ یادې سیالۍ په لار اچول شوې او هڅه کوو چې په نورو برخو کې هم داسې تورنمېنټونه برابر کړو.

په پای کې د دعایې ویلو وروسته د البېروني او پولیتخنیک" پوهنتونو د والیبال ټیمونو ترمنځ یادې سیالۍ رسماً پیل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

مولوي عبدالحکیم حمدي؛ معیاري نصاب د تحصیلي بنسټونو د ملا تیر جوړوي! 

یکشنبه- ١٤٤٧،١١،٩ هـ.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند، استادانو د مسلکي پراختیا امریت له لوري استادانو ته “ د تحصیلي نصاب پراختیا او بیا کتنې" تر سرلیک لاندې یو. . .

BACK TO NEWS