د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي د مبارکۍ پیغام!

keu_admin
76766

بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ

(تَقَبَّلَ اللهُ مِنَّا وَمِنْكُمْ، صَالِحَ الْأَعْمَالِ)

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوی د 1444 هـــ.ق کال د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان غیور او مجاهد ولس، په ځانګړې توګه د شهیدانو قدرمنو کورنیو، کونډو، یتیمانو، سرسپارلو غازیانو، محصلینو او هغه علمي او مسلکي کادرونو ته چې د هېواد د سوکالۍ او آبادۍ په موخه د علمي او مسلکي کادرونو روزنه کوي، د آزادۍ، امن او اخوت په سپېڅلې فضاء کې د زړه له کومي د کوچني اختر مبارکي وایو.

الله تعالی ﷻ مو د لمانځونه، صدقات، دوعاګانې، حجونه، عبادات او ټول نېک اعمال په خپل عالي دربار کې قبول کړي.

بیا مو هم اختر مبارک او د ژوند هره شېبه مو اختر شه!

د یوه اباد، پرمختللي، متعهد او اسلامي افغانستان په هیله!

په درنښت

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوی.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۱:۳۰
Background image

خبرتیا!

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري، چې د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو او تدریسي مدیرانو ته د ستاینلیکونو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتنون کادري بست خبرتیا!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id . . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون خبرتیا!

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، محصلانو چارو معاونیت د محصلینو د خدمتوتو او همغږۍ آمریت د محصلینو لپاره د غوره خدمتونو وړاندې کولو او ژمني رخصتیو څخه د مؤثرې او ښې گټه اخیستنې په موخه . . .

Back to announcements