د ملي یووالي او کلتور پیاوړتیا کنفرانس!

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۰ - ۱۴:۲۶
4455

اسلامي کلتور او یووالي د اسلامي حکومت د پياوړتيا لپاره ضروري لامل دی، د دې هدف لپاره د ملي یووالي او کلتور پیاوړتیا تر عنوان لاندې کنفرانس د سه شنبې په ورځ د ۲/۲/۱۴۴۴ نېټه د لوړو زده کړو وزارت د راغلي هيئت، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبري غړو استادانو او محصلینو په حضور کې د دغه پوهنتون په تالار کې تر سره شو.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل، ورپسې د پوهنتون رئيسې ښاغلې پوهنوال ليلما "يما شريفي" مېلمنو او حاضرينو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د موضوع په اړه خبرې وکړې، د یادې موضوع په اړه د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم شیخ شاکرالله "وحدت" او د حقوقي کلینیکونو عمومي مدیر عبدالخلیل "شاهین" هم ویناوې وکړې،ورپسې د تربیتي او مسلکي زده کړو پوهنځي مرستیال پوهنمل ډاکټر داود سخنور د ارواپوهنې پوهنځي استاد پوهنمل شرف الدین عظیمي او د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد پوهنیار محمد حامد قادري د یووالي د اهمیت په اړه ویناوې وکړې،یاد کنفرانس په ټولنه کې د یوالي پیاوړتیا او پرمختګ په موخه وړاندې شو، یاد کنفرانس د محصلانو چارو آمر محترم مفتي حضرت محمد په دعا سره پای ته ورسېد.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عامه اړیکو او پوهاوي آمریت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS