د ماسټرۍ ازموینې کارت ویش او بایومتریک خبرتیا!
هغه گډون کوونکي چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او د ننگرهار پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ته نوم لیکنه کړې ده، او په لاندې جدول کي یې نوم شتون ولري، په یاده ازموینه کې گډون کولای شي. هیله ده لومړی خپل ټول معلومات په لاندې جدول کې چک کړئ او د ستونزو د مخنیوي لپاره لاندې ټکي په پام کې ولرئ.
۱. په لاندې لینک کې د شهرت د جدول په اساس دې، د سهار ۸ بجو څخه تر مازدیګر ۳ بجو پورې د کارت اخیستلو او بایومتریک لپاره حاضر شي.
۲. د کارت ترلاسه کولو او بایومتریک لپاره د تابعیت اصلي تذکرې او یا اصلي پاسپورت شتون شرط دی.
۳. د کارت اخیستلو لپاره د راتلو څخه مخکې یو ځل بیا لاندې لست کې خپل معلومات وگورئ چې شتون ولري.