د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په یوه ناسته کې د ازموینو ملي ادارې د مسوولانو د فعالیتونو راپور، کاري پروګرامونه، ستونزې او وړاندیزونه واورېدل

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۹ - ۱۴:۲
fff

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په یوه ناسته کې د ازموینو ملي ادارې د مسوولانو د فعالیتونو راپور، کاري پروګرامونه، ستونزې او وړاندیزونه واورېدل. 
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، په داسې حال کې چې د دغه وزارت د محصلانو چارو د معینیت سرپرست هم حضور درلود، د ازموینو ملي اداره د هېواد له مهمو ادارو څخه وبلله او ډاډ یې ورکړ، چې د دغې ادارې د ستونزو په حل او ځواکمن کېدو کې به تر خپلې وسې همکاري کوي. 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د ازموینو ملي ادارې له مسوولانو وغوښتل چې د هېواد اقتصادي حالت ته په کتو، خپلې غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه د یوې جامع طرحې په چوکاټ کې ترتیب او له لوړو زده کړو وزارت سره یې دې شریکه کړي. 
وروسته د ناستې ګډونوالو د کانکور عمومي ازموینې د اخیستلو د څرنګوالي، د ماسټري او ۱۴ ټولګیو د فارغانو د ازموینې اخیستلو، د تخصص تکمیلېدو او د ازموینو ملي ادارې د سیسټم د ځواکمن کېدو په پار هر اړخیز بحثونه وکړل. همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د یادو مواردو د څېړلو او په جزیاتو کار  کولو لپاره به یو تخنیکي ټیم جوړ او لازم اقدامات به تر سره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS