د لوړو زده کړو وزارت د زده کړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه معینیت د سرپرست انجنیر سید محمد اسماعیل روحاني په مشرۍ ترسره شوه.
۱۴۰۰کال، د تلې ۲۹مه، لوړو زده کړو وزارت
د لوړو زده کړو وزارت د زده کړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه معینیت د سرپرست انجنیر سید محمد اسماعیل روحاني په مشرۍ ترسره شوه.
په پیل کې د لوړو زده کړو د زده کړیالانو چارو د معینیت سرپرست، د هغو زده کړیالانو او فارغانو د ستونزو او تخطیو په اړه چې اسناد یې د شمولیت اساس نه لري، د تحصیلي اسنادو د طی مراحل کولو، د هغو تحصیلي څانګو په اړه چې د فعالیت جواز نه لري او همدارنګه د خصوصي تحصیلي بنسټونو د جذب د ظرفیت په اړه خبرې وکړې، چې قانوني ستونزه نه لري.
د ناستې غړو په مطرح شوو مواردو له هر اړخیزو بحثونو وروسته؛ پرېکړه وکړه چې د هغو خصوصي تحصیلي بنسټونو زده کړیالان چې په لوړو زده کړو وزارت کې د شمولیت اساس نه لري، د اسنادو طی مراحل کول یې تر لازمې پرېکړې وځنډول او ویې ویل چې تر وروستۍ پرېکړې یې دې لوړو زده کړو وزارت ته د راتګ مخنیوی وشي. همدارنګه د خصوصي لوړو زده بنسټونه هغه یو شمېر څانګې چې له لوړو زده کړو وزارت څخه د فعالیت قانوني جواز نه لري، نه شي کولی چې د کانکور له لارې د ۱۴۰۰کال د خزاني سمستر لپاره محصلان ومني.
همدارنګه په دغه ناسته کې له هغو خصوصي تحصیلي بنسټونو، چې قانوني ستونزه نه لري، وغوښتل شول، چې د محصلانو جذب دې له مقرراتو سره سم کړي او کله چې د اسنادو طی مراحل په رسمي ډول پیل شول، اسناد یې دې په قانوني ډول طی مراحل شي.
دغه راز له اجنډا سره سم د بېلا بېلو مواردو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.