د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي استادانو سره لیدنه وکړه!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۵:۲
8777

سه شنبې ورځ د ۹/۳/۱۴۰۲هـــ.ش. چې له ۱۰/۱۱/۱۴۴۴۴ هـــ.ق. سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شیخ شاکرالله “وحدت” د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي له استادانو سره ليدنه وکړه.

په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس له مل پلاوي سره، د پوهنتون مالي او اداري چارو، محصلانو چارو معاونینو، د اسلامي علومو پوهنځي استادانو او اداري څانګو آمرینو ګډون درلود.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په لومړي سر کې ښاغلي شیخ شاکرالله “وحدت” د اسلامي علومو پوهنځي استادانو سره په خپلو خبرو کې وویل: “د یاد سفر څخه مو موخه د اسلامي علومو پوهنځي د استادانو د نېکو مشورو اورېدل او له هغو سره د اسلامي علومو په تطبیق کې مشورې کول دي ترڅو د عصري علومو ترڅنګ دینی علوم هم محصلینو ته په ښه توګه په ورځنیو زده کړو کې عملي شي.”

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د محصلینو لپاره دیني مجلسونه او د الله(ﷻ) د دین په رسولو کې مسلمانانو ته له هېڅ ډول زحمت څخه درېغ مکوئ، په یووالي او د ورورولۍ په فضا کې خپل ورځیني کارونه پر مخ یوسئ.

وروسته، د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي حاجي عبدالرحیم “زبیر” د دعوت او ارشاد رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ په پوهنتون کې د ټولو اسلامي قوانینو د تطبیق ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې، لله الحمد د اسلامي علومو پوهنځي استادان د پوهنتون دعوت او ارشاد څانګې سره همکار دي او په دې برخه کې ټولو محصلینو ته د اسلامي علومو په رسولو کې په پوره امانت دارۍ او همغږۍ کار کوي.

په آخر کې د اسلامي علومو پوهنځي استادانو د وړاندیزونو او نظرونو په اورېدلو سره غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته د لومړنیو صحي مرستو رسولو ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ سیمینار وړاندې شو!

 ١٥/٨/١٤٤٧ هــ ق، سه شنبه
 د سهار ستوري کلینیک له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته ( د لومړنیو صحي مرستو رسولو) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ سیمینار د کابل ښوونې او روزنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او کارمندانو ته درې ورځنی اصلاحي-علمي سیمینار پیل شو!

 سه شنبه، ١٥/۸/١٤٤٧ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او کارمندانو ته درې ورځنی اصلاحي-علمي سیمینار پیل شو، چې په لومړۍ ورځ یې د کابل جـ.ـهـ.ـادي مدرې شیخ الحدیث مولوي محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون پوهاند استادانو د خپلو علمي څېړنو پایلې شریکې کړې!

یکشنبه، ١٣/٨/١٤٤٧ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لس تنه پوهاند استادانو د خپلو علمي څېړنو پایلې د علمي سیمینار په ترڅ کې د پوهنتون له رهبرۍ، مسؤلینو او استادانو سره شریکې کړې.

د. . .

BACK TO NEWS