د علمي څېړنو د همغږۍ مرکز غونډه ترسره شوه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۱ - ۱۶:۱۶
988

چهارشنبې ورځ د ۱/۱۲/۱۴۴۴ هـــ.ق چې له ۳۱/۳/۱۴۰۲ هـــ.ش نېټې سره سمون لري د علمي څېړنو د همغږۍ مرکز غونډه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت کې د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان “رشيدي” او د علمي څېړنو د همغږۍ مرکز غړو په ګډون کې ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او په لاندې موضوعاتو بحث او خبرې وشوې:

1-د علمي کادرونو څېړنیزو او ترجمې موضوګانو د وړاندیزونو کتنه.

2-د استادانو علمي کنفرانسونو د نظرونو څېړنه.

3-د ښځینه استادانو آنلاین علمي کنفرانسونو د وړاندیزونو څېړنه.

4-د ملی کنفرانس د لمړیو کارونو اړوند مختصر بحث د لوړو زده کړو وزارت د تأییدی په اساس.

په آخر کې غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS