د علمي معلوماتو مدیریت سره د پیژندنې سیمینار

keu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۱:۰
klk

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون مسلکي پراختیا مرکز؛ علمي مرکز په توګه تل د دې پوهنتون د استادانو او کارکونکو مهارتونو ته وده ورکولو په لټه کې دی، د خپلو ګټورو فعالیتونو په دوام کې، دا ځل (د علمي معلوماتو مدیریت معرفي) تر نامه لاندې سیمینار د ۱۳۹۹کال د شنبې ورځ د مرغومي په ۶مه، د دې پوهنتون د علمي غړو او اداري کارکونکو د یوې ورځې لپاره په آنلاین ډول جوړ شو.

غونډه د علمي معلوماتو مدیریت سره د پیژندلو ارزښت او اهمیت په اړه د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشیدخان رشیدی وینا سره پیل شوه او د نوموړې سیمینار په دوام کې، د سویډن هیواد څخه د ډاکټر احمد سلطاني‌نژاد له خوا د تسهیل کونکې په توګه په آنلاین ډول دوام درلود. د برنامې په پای کې ، د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي جمشید خان رشیدي د ښاغلي سلطاني نژاد څخه مننه وکړه او له هغه یې وغوښتل چې د ورته علمي برنامو په جوړولو کې خپلو همکاریو او ګډو هڅو ته دوام ورکړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS