د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون کې د ۱۴۰۰ کال عمومي کانکور ازموینه واخیستل شوه

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۱۳:۱۲
gg

د ۱۴۰۰ لمریز کال د کانکور لومړی دور ازموینه د زمري میاشتې په ۱۴مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سهار په ۶:۳۰ دقیقو د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون او د ازموینو ملي ادارې د مشرتابه پلاوو په حضور کې واخیستل شو. په پيل کې د قرآن‌کریم څو مبارک آیتونه تلاوت شول او ورپسې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما تر هراړخیزو خبرو وروسته د ازموینو ملي ادارې محترم پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د کانکور ګډونوالو ته یې د بریالیتوب هیله وکړه. ورپسې د ازموینو ملي ادارې رئیس ښاغلي پوهاند عبدالقدیر خموش د شهید استاد رباني په ښوونې او روزنې پوهنتون کې د کانکور ازموینې پر بهیر نظارت وکړ او په دغه پوهنتون کې یې د کانکور د ازموینې بهیر پوره روڼ او منظم وباله، د ازموینو ملي ادارې د ممتحن پلاوي او تخنیکي ټیم او د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د مسؤلینو له هڅو یې مننه وکړه.

په ننۍ ازموینه کې په لومړي دور کې شاوخوا (۲۸۰۰) داوطلبانو ګډون کړی او ازموینه د خدای جل‌جلاله په فضل سره په پوره راڼه ډول واخیستل شوه

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS