د سپورټ مدیریت دیپارتمنت
تاریخچه او پېژندنه
د سپورټ مدیریت دیپارتمنت په ۱۳۶۵ هجري لمریز کال کې د کابل د پداګوژي انستیتیوت د بدني روزنې پوهنځي په چوکاټ کې تاسیس شو. دا دیپارتمنت هڅه کوي چې د تعلیم او تربیې پوهنتون د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي له لارې، د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې، د تدریس، زده کړې او څیړنې یوه علمي مرجع وي. دا دیپارتمنت چې له پیله د سپورټ ښوونځي په نوم پیژندل کېده، نږدې ۸۰ کلنه سابقه لري. په ۱۳۹۸ کال کې، د ښوونیزو او ورزشي ټولنو د اړتیاوو له مخې، نوم یې له "ټولنیز سپورټ دیپارتمنت" نه "سپورټ مدیریت دیپارتمنت" ته بدل شو. دا دیپارتمنت ژر تر ژره یو مستقل فارغکوونکی دیپارتمنت ګرځېدلای شي. اوس مهال، دیپارتمنت شپږ تنه علمي کادرونه لري چې بیلابیلو مضمونونو کې تدریس او څیړنه کوي.
لیدلوری
دیپارتمنت اوږدمهاله او ستراتیژیک اهداف لري تر څو د ورزشي، ښوونیزو او تعلیمي بنسټونو د ښهوالي لپاره، مسلکي ښوونکي او روزونکي وروزي.
ماموریت
دیپارتمنت دا هڅه کوي چې د ورزشي ادارو د سالم مدیریت او د ښوونکو د روزنې په برخه کې مسلکي پوهه تقویه کړي، ترڅو په هېواد کې د تعلیمي موخو د تحقق لپاره لازم ظرفیت رامنځته کړي.
عمومي موخې
- د نظري او عملي درسونو وړاندې کول.
- د ښوونکو او محصلینو لپاره د لوړ کیفیت څیړنیز فرصتونه برابرول.
- د عصري نصاب معرفي، د ګاونډیو هېوادونو له معیارونو سره سم.
- د درسي کتابونو، لکچر نوټونو او مستندو منابعو برابرول.
- د تدریس، څیړنې او زده کړو کیفیت لوړول.
- د بهرنیو لنډمهاله او اوږدمهاله بورسونو ترلاسه کول.
- د فارغ شویو محصلینو ورزشي او تعلیمي ادارو ته معرفي کول.
د دیپارتمنت اهمیت
دیپارتمنت بااستعداده، متعهد استادان لري، چې د نوې میتودولوژۍ له مخې مضامین تدریسوي. د محصلینو بریاوې مو په ملي او نړیواله کچه لیدلې دي. هیله لرو چې دا دیپارتمنت خپل ستراتیژیک اهداف د عملي برنامې په بڼه تطبیق کړي.
لاسته راوړنې
دیپارتمنت تل هڅه کړې چې ټولنې ته مسلکي کدرونه وړاندې کړي. ډېری فارغانو په ملي او نړیوالو سیالیو کې اتلولي ترلاسه کړې. همداراز، هغوی اوس مهال د ملي المپیک کمېټې، فدراسیونونو او نورو ورزشي ادارو کې روزونکي او تخنیکي کارکوونکي دي او سلګونه ورزشکاران روزي.
تنظیم شوي سیالۍ:
- د پوهنځیو ترمنځ د والیبال ټاکنیزې سیالۍ
- د فوټسال ټاکنیزې سیالۍ
- د فوټبال ټاکنیزې سیالۍ
- د سپارتکیاد سیالۍ د بدني روزنې پوهنځي ترمنځ
- د فوټسال، هندبال، والیبال او باسکتبال ملي سیالیو کې ګډون
ارزونه او څارنه
د دیپارتمنت فعالیتونه د نصاب د ارزونې کمیټې او د دیپارتمنت مجلس لخوا ارزول کېږي. بریاوې پیژندل کېږي، او کمزوري فعالیتونه اصلاح کېږي. د دیپارتمنت آمر د ټولو چارو مسؤل دی او د استادانو او محصلینو فعالیتونه څاري.
تشکیلات
- پوهنیار عبدالحسیب آزاد– د دیپارتمنت آمر
- نامزد پوهنیار محمد ادریس احمدي – منشي
- پوهندوال غلام ولي مبارز– غړی
- پوهنیار احمد فؤاد نظري – غړی
- نامزد پوهنیار سهراب عظیمي – غړی
لنډیز
د سپورټ مدیریت دیپارتمنت هیله لري چې یو فعال، منظم، او د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له پالیسي سره سم، د ملي او نړیوالو معیارونو برابر دیپارتمنت وي. موخه یې دا ده چې داسې دیندوست، متعهد، او مسلکي مدیران وروزي چې د اسلامي، انساني او ملي ارزښتونو درناوی کوي.