د سولې پنځه ورځنې ټرېننګ پای ته ورسېد

keu_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۰ - ۱۳:۲۳
wew

د۱۳۹۹ کال د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۱۷ مه، د سولې پنځه ورځنې ورکشاپ چې د پوهنتون د سولې مرکز له لوري په لاره اچول شوې ؤ پای ته ورسېد، د ورکشاپ په وروستۍ ورځ د بريلیکونو د ويشنې پر مهال د پوهنتون رییس آغلې پوهنوال ليلما شريفي يما هم ګډون کړی ؤ چې د سولې مرکز د غوره همغږۍ د ستاینې ترڅنګ يې د سولې انستیتوت د ملاتړ څخه مننه وکړه، همدارنګه ښاغلي ډاکټر ذبيح الله اسدي د سولې د مرکز د راتلونکي پلانونو په اړه وضاحت ورکړ او د علمي بنسټونو له لارې يې د سولې راوستو لپاره په پوهنتون کې د سولې مرکز جوړيدل نېک ګام وباله، ورپسې د پوهنتون دوه تنو استادانو چې د ورکشاپ ګډونوال ؤ هر يو استاد پوهندوی احمدفوادبيان او استاد ملالۍ انوري خبری وکړی او یاد ورکشاپ يې په پوهنتون کې په علمي توګه د سولې د راوستلو لپاره اړين ګام وباله او د سولې مرکز څخه یې د پروګرامونو د لا پراخولو غوښتنه وکړه، ورپسې د اسلامي تعليماتو پوهنځي رییس او د سولې مرکز همغږي کونکې ښاغلي پوهنيار سيد هاشم امين، د پوهنتون د پخوانۍ او اوسنۍ مشرتابه څخه د سولې د مرکز د ايجادولو او ملاتړ څخه مننه وکړه او د سولې د مرکز له لارې یې د لا زياتو پروګرامونو د پلي کولو ژمنه وکړه، یاد پروګرام د سندونو په ویشلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS